Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي ګواښونه؛ ۱۶ولایتونو ته ټاکنیز توکي د هوا له لارې استول شوي

ولسمشرۍ ټاکنو ته کابو دوې اوونۍ پاتې دي، که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د چمتووالي خبره کوي، خو امنیتي ګواښونه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي په وړاندې یو له سترو ننګونو ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو له ویاندویانو عبدالعزیز ابراهیمي وايي چې د دغو ګواښونو له امله، د شپاړسو ولایتونو ټاکنیز توکي د هوا له لارې ولېږدول شول.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وویل:«زموږ د دغې پروسې په وړاندې، امنیتي ګواښونه او ستونزې دي. موږ هیله لرو چې محترمې امنیتي ادارې، امنیت ټینګ کړي؛ څو د هېوادوالو او ټاکنو کمېسیون اندېښنې لیرې شي.»

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۲۶ ولایتونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږد خبر ورکوي خو یو شمېر هیوادوال امنیتي ګواښونه د رڼو ټاکنو په وړاندې بنسټيز خنډ ګڼي.

اخوا امنیتي بنسټونه ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت به چې ټاکل شوې د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي ټینګ کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«د هغو مرکزونو نوملړ چې موږ مخکې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریک کړی و او شمېر یې ۴۹۴۲ ته رسېده، او دا مرکزونه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دي، په بشپړه توګه د دوی امنیت نیول کېږي.»

له بلخوا ولسمشر غني د ټاکنیزې مبارزې په یوه غونډه کې د انتخاباتو کېدل حتمي بولي او ټینګار کوي له ټاکنو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت په خطر کې دی.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي:«ټاکڼې اړینې او حتمي دي؛ ځکه چې د افغانستان جمهوریت زموږ موخه ده.»

په وروستیو ورځو کې په بغلان، کندز، فراه، بادغیس، فاریاب او څو نورو ولایتونو کې نښتې زیاتې شوې چې له دې ډلې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو د زیاتوالي له امله له کابله د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو په لور تللې لاره د لسو ورځو لپاره تړلې وه.

امنیتي بنسټونه ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو امنیت به چې ټاکل شوې د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي ټینګ کړي.

شریک یي کړئ