Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'دولتي کارکوونکي حق نه لري چې د یوه مشخص نوماند په ګټه کار وکړي'

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله ګواښ کوي چې هېڅ دولتي کارکوونکی حق نه‎لري چې د ټاکنیزو منډو ترړو په پېر کې د یوه مشخص نوماند په ګټه کار وکړي.

ښاغلي عبدلله چې نن له غرمې مخکې (دوشنبې د زمري په ۷مه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا کوله، همدارنګه ټينګار وکړ چې د دولت له شتمنیو باید د یوه مشخص نوماند په ګټه کار وانه‎خیستل شي.

هغه همدارنګه وویل چې د دولت شتمنۍ، د چا شخصي پانګه نه ده او باید د یوه مشخص نوماند په ګټه ونه لګول شي.

عبدالله عبدالله زیاته کړه:«هېڅوک تاسو ته (دولتي کارکوونکو) ته نه شي ویلای چې د دغه نوماند په ګټه او یا هم د دغه نوماند په زیان کار وکړئ. شته فضا ته په پام کې نیولو سره تاسې خپلو دندو او مسوولیتونو ته پاملرنه وکړئ.»

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو کمپاین، تېره ورځ د هېواد په ګوټ کوټ کې پيل شول او ټاکل شوې د دوه میاشتو لپاره (د تلې تر درېیمه او څلورمه) دوام پیدا کړي. او د تلې په شپږمه نېټه به ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې، د تلې میاشتې په شپږمه نېټه به ترسره شي. د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون اتلسو تنو په دغو ټاکنو کې ځانونه نوماند کړې دي.

تېره ورځ، د ټاکنیزو سیالیو له پيل سره جوخت، پر ټاکنو ځينې څارونکي بنسټونه، نیوکه کوي چې حکومتي چارواکي د قانون پر خلاف د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو په غونډو کې ګډون کړی وو.

عبدالله عبدالله په ډاګه وویل چې د دولت شتمنۍ، د چا شخصي پانګه نه ده او باید د یوه مشخص نوماند په ګټه ونه لګول شي.

شریک یي کړئ