د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې نوماندان، وايي چې د رایه ورکوونکو د نوملیکنې په بهیرکې د بایومېټریک نه استفاده کول به د هغو چا په ګټه د ټاکنو د مهندسۍ لپاره هڅه وي چې د هېواد واک په لاس کې لري.
که څه هم ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د رایه ورکوونکو د تقویتي نوملیکنې لپاره له بایومېټریک پرته مرکزونو ته د نوملیکنې د توکو د لېږد له بهیره خبر ورکړ، خو اوس ولسمشرۍ ټاکنو ته یو شمېر نوماندان له بایوېمټریک پرته د رایه ورکوونکو نوملیکنه د پوښتنې وړ بولي.
ولسمشرۍ ته نوماند نورالحق علومي په دې اړه وویل:«قانون همدا بدلون رامنځته کړل چې له بایومېټریک پرته نه کېږي، نوملیکنه باید بایومېټریک شي. کله چې دا تدارک دولت ونه کړي او ټاکنې رڼې نه وي، مانا یې دا ده د هغو کسانو په اړه ناوړه استفاده ده چې نن په واک کې دي.»
ولسمشرۍ ته نوماند عبدالطیف پدرام هم وايي:«دا چې موږ له ټکنالوژۍ استفاده ونه کړو، له بایومېټریک استفاده ونه کړو، منظور دا دی چې درغلي وکړو او دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده. او موږ به د یوه اصل په توګه ټینګار وکړو.»
دا نوماندان د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي او زیاتوي، په دې ټاکنو د تېرو ستونزو تکرار د منلو نه دی.
ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر څرګنده کړه: «د درغلۍ د مخنیوي لپاره باید د ټاکنیزو اصلاحاتو ټول وړاندیزونه په پام کې ونیسو. او موږ به ډېر خواشینې شو کهچېرې... بایومېټریک له قانوني او تخنیکي دلایلو پرته له پامه وغورځو.»
د ټاکنو قانون د نوولسمې مادې په دویم بند کې راغلي، د ټاکنو ټول بهیر ان د رایه ورکوونکو نوملیکنه باید په بایومېټریک ډول او له ټکنالوژۍ په ګټنې وشي.
ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې ویلي، د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر کې له بایومېټریک ګټه نه پورته کول، د وخت کمی او تر خوا یې د بایومېټریک دستګاوو کم شمېر ښودلی دی، خو د ټاکنو په ورځ به له بایومېټریک دستګاوو ګټه پورته شي.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ، ولایتي شورا ګانو او همدارنګه د غزني ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي. په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنو ځانونه نوماندان کړي دي.