Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان پر ځنډ نیوکې

د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې ځنډ د انتخاباتو کمېسیون یو ځل بیا له نیوکو سره مخ کړ.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او د دغو ولایتونو اوسېدونکي، له هغه څه نه چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کم کاري ګڼي وايي سخت ناراضه دي او ټول د ټاکنیز کمېسیونونه د بې پروایۍ له امله بولي. 

د ولسي جرګې له ټاکنو د نږدې څلورو میاشتو په تېرېدو سره تراوسه هم د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د دغو ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې. دا چاره ورځ په ورځ د ټاکنیزو کمېسیونونو له کړنو د دغو ولایتونو د اوسېدونکو ناخوښي زیاتوي.

د هرات ولایت اوسېدونکی حسیب الله په دې اړه وویل:«د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ، زه په خپله د یوه هېوادوال په توګه فکر کوم چې په لومړي ګام کې، د ولایتي مسوولینو په پرته د مرکزي چارواکو کمزوري ښيي.»

په دغه راز وضعیت کې د ولسي جرګې یو شمېر نوماندانو د شنبې په ورځ د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه خپل اعتبارلیکونه ترلاسه کړل.

په دغود مراسمو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرانو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خپلو قربانیو او هڅو خبره وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد په دې اړه وویل:«زه له هغو کسانو ګله لرم چې هغی له هغو معیارونو او کچې سره د انتخاباتو په اړه فکر کوي چې ګواکې په اروپا کې دي او نور ټول بنسټونه په افغانستان کې دي. په کوم دولتي بنسټ کې ستونزې نشته.»    

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالعزیز اریایي په دې اړه څرګنده کړه:«هر هغه څه چې د کمېسیونونو په اړه ویل کېږي، د دغه ملت او د نظام په مشروعیت پر ضد له توطئې پرته بل څه نه شي کېدای.»

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې باور دي چې ټاکنیز کمېسیونونه هڅه کوي له بېلابېلو لارو د ټاکنو د بهیر په وړاندې خپلې بې پامۍ او ناغېړۍ توجیه کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویانده مروه امیني څرګندوي:«لومړنۍ پایلې په تدریجې توګه اعلانېږي، وروستۍ پایلې هم په تدریجي او ډېرې اوږدې مودې سره اعلانېږي او همدارنګه هغه نوماندان چې په وروستي نوملړ کې بریالي شوي دي اعتبار پاڼه هم په تدریجي توګه ورکول کېږي. د بهیر له پیله د قانون پر خلاف په مخ تللي دي.»

اخوا ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د انتخاباتو قانون د تعدیل د طرحې په هکله بحثونه شوي دي.

په دغه طرحه کې لیدل کېږي چې د ټاکنو د قانون په شلو مادو او فقرو په تېره بیا د ټاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو او غړو د ټاکلو په څرنګوالي او د صلاحیتونو په اړه یو لړ تعدیلات په پام کې نیول شوي دي.

د ولسي جرګې له ټاکنو د نږدې څلورو میاشتو په تېرېدو سره تراوسه هم د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د دغو ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

شریک یي کړئ