Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو ترسراوي ته د وخت له نږدې کېدو سره د ټاکنیزو منډو ترړو شدت

د ټاکنو سیالیو په دوه دېرشمه ورځ، ولسمشرۍ ټاکنو ته پنځو نوماندانو - احمدولی مسعود، رحمت‌الله نبیل، سید نورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام او عبدالله عبدالله کابل کې خپلې ټاکنیزو منډو ترړو په لړ کې غونډې درلودې.

احمد ولي مسعود نن (جمعه د وږي په ۸مه) د کابل لوېدیځ کې د ځينو اوسېدونکو په منځ کې وینا وکړه او هغوی ته یې خپل پروګرامونه وړاندې کړل. 

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند، د خپلې وینا په یوې برخه کې د ملي یووالي حکومت مشران د پروګرام په نه لرلو تورن وي.

هغه زیاته کړه:«که‎چېرې ومو لیدل چې د ټاکنو روڼتیا نه‎شي تضمینولای، موږ ټول یوځای له یوه غږ سره له «ټاکنو»سره پرېکون کوو او نه پوهېږم چې زموږ او تاسو په سیمه کې د جعل یو صندوق کېږدي او د جعل له صندوق سره زموږ برخلیک بدل کړي.»

بل لورته ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند رحمت الله نبیل کابل کې یوې غونډه کې چط د جمعیت اسلامي ګوند د ځينو غړو له خوا جوړه شوې وه ګډون وکړ.

په دغې غونډه کې د جمعیت اسلامي ګوند دغو غړو له رحمت الله نبیل خپل ملاتړ اعلان کړ.

رحمت الله نبیل د ښاغلي مسعود په څېر، د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د افغانستان د خلکو عزت او ابرو لیلام ته وړاندې کړې ده.

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل څرګنده کړه:«په ځانځانۍ، انحصاري، بې باکانه توګه په ډېریو مواردو کې، موږ یې له هلاکت سره مخ کړي یوو. په ډېریو موردونو کې، موږ هغه ملت او هېواد شو چې د ناکامۍ په لور ځو.»

د ولسمشرۍ بل نوماند سید نورالله جلیلي چې هغه هم نن ځينو کابلیانو ته په وینا کې د وضعیت د ښه کېدو ژمنه ورکوله، د ملي یووالي حکومت مشران د سولې خبرو کې په عوام فریبۍ تورن کړل.

ولسمشرۍ ته نوماند سیدنورالله جلیلي زیاته کړه:«موږ هېواد کې امارت هم منو خو یو څه په پرېکنده توګه نه منو؛ د کابل ښار د اوسېدونکو د برخلیک پر سر معامله، د افغان وکړو پر سر معامله، د ښارونو تالاترغۍ کېدل، د ښارونو وېش او د طالبانو وسله‎وال راننوتل.»

ها خوا بیا د کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت اسلامي ګوند ولسمشرۍ ته له نوماند عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله په ډاګه کړه:«موږ د خپلې څوکۍ لپاره د جګړې دوام او د خپلو بچیانو د وینې په بیه نه غواړو.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند عبداللطیف پدرام هم خپلو پلویانو ته وویل، که بریالی شو، اساسي بدلون به راولي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې منډې ترړې د زمري په شپږمه نېټه پیل او ټاکل شوې چې د تلې تر درېیمې نېټې دوام وکړي. ولسمشرۍ ټاکنې به د همدغې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ