Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو قانون د ۱۳ مادې پر تعدیل هوکړه؛ خو کمېسیون غبرګون ښودلی

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د ټاکنو قانون د ۱۳مې مادې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو او رییسانو د ټاکلو په څرنګوالي کې د اصلاحاتو د راتلو په اړه ده، د تعدیل په اړه یې سره سلا شوي دي.

سرور دانش پر خپل تويټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه د سیاسي ګوندونو له استازو، د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، د مدني ټولنې او حکومت له غړو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

خو بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه غبرګون ښيي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي:«د هېواد په اوسني وضعیت کې د ټاکنو په قانون کې تعدیلات د راتلوونکو ټاکنو په بهیر کې یو ډول لاسوهنه ده او له انتخاباتو وروسته هغه جنجالونو چې د دې کار په پایله کې به رامنځته شي هېواد به له کړکېچ سره مخامخ کړي.»

له بلخوا اجراییه رییس په ټاکنیز نظام او بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره هڅې ګټورې بولي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«د ټاکنو په قانون کې د اصلاحاتو او تعدیل په اړه کار روان دی، انشاالله پایله به یې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې په مخکې مو دي او همدارنګه د هېواد د ټولو ټاکنو د ترسراوي لپاره غوره سیسټم او نظام وي.» 

ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ وویل د ټاکنو قانون د تعدیل د طرحې په اړه بحثونه وروستي شوي دي.

په دغه طرحه کې د ټاکنو قانون په شلو اصلونو او حکم کې په ځانګړې توګه د ټاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو، غړو او صلاحیتونو د څرنګوالي په اړه یو لړ تعدیلات راغلي دي.

په دې لړ کې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هغه څه چې د حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو ترمنځ یې جنجالونه بولي دا چاره په هېواد کې د ټاکنیز بهیر په ګټه نه بولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ویانده صغرا سعادت په دې اړه څرګنده کړه:«هغه طرحه چي د حکومت لخوا د ټاکنو قانون د تعدل لپاره وړاندې شوې، په ډېریو مواردو کې یو اړخیزه ده او واکونه ولسمشر او نږدې حکومتي بنسټونو ته ورکړل شوي دي. د ټاکنیز عدالت تامین لپاره د مهمو کسانو او جوړوښتونو لکه کمېشنران او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ونډه کمزورې کړل شوې ده.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده هم وايي:«د ۱۵ ولایتونو پایلې ولې نه اعلانېږي؟ دوی په لوی لاس دا پروسه ځنډوي، د دې لپاره چې دوی په خپلو څوکیو پاتې شي، او دا ډېر د شرم ځای دی چې دې مسلې ته دوام ورکوي. ولې حکومت د اصلاحاتو مسله سیاسي کوي؟ اصلاحات یو حقوقي کار دی.»

له دې مخکې ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ټاکنو قانون د تعدیل د طرحې په اړه د نیوکو په ځواب کې ویلي چې د انتخاباتو د قانون د تعدیل مسوده یوه حکومتي طرحه نه ده بلکې دا طرحه د څه باندې شلو ناستو پایله ده چې په هغې کې د دې برخې په اړه یو لړ وړاندیزونه او مشورې هم شوې دي. 

د ولسمشرۍ دفتر په طرحه کې د ټاکنو قانون په شلو اصلونو او حکم کې په ځانګړې توګه د ټاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو، غړو او صلاحیتونو د څرنګوالي په اړه یو لړ تعدیلات راغلي دي.

شریک یي کړئ