Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو په درشل کې؛ د ټاکنو په کمېسیون کې ۹۰سلنه کارونه بشپړ شوي

په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي۹۰ سلنه کارونه مخې ته تللي، خو لا هم یو شمېر ستونزې پر ځای پاتې دي.

ولسوالیو ته د ټاکنیزو توکو لیږد، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو روزنه او د امنیت نشتون په یوشمېر سیمو کې د انتخاباتو پروړاندې اصلي خنډونه یادیږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي تر اوسه ۲۴۸ ولسوالیو ته ټاکنیز توکي نه دي رسېدلي او ۱۲۷ ولسوالیو ته ټاکنیز توکي رسېدلي دي.

کمیسیون اړ دی چې د همدې اوونۍ تر پایهه سل زره ټاکنیزو کارکوونکو ته بایو مټریک دستګاو کارول ورزده کړي چې دا کار یوه اوونۍ وخت نیسي، خو د ټاکنو د څارونکو بنسټونو په وینا دا کار ناشونی بریښي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي په دې اړه وايي:«زموږ پروګرامونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي او ټاکل شوې د تلې میاشتې تر پنځمې نېټې د روزنې کارونه هم خلاص کړو او زموږ ګمارنې به هم د څو ورځو پورې بشپړ شي.»

ټاکل شوې هېواد کې ولسمشرۍ ټاکنې شنبه د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شي؛ د ټاکنو څار بنسټونه وايي پاتې مودې کې ښایې چې د ټاکنو کمېسیون خپل کارونه بشپړ نکړی شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو پر وړاندې بله ستونزه ناامني ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د رایې ورکړې ۵۳۷۳ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي چې له ډلې به یې د نا امنیو له کبله ۴۳۱ مرکزونه تړلي وي.

په همدې حال کې ملي دفاع وزارت د ټاکنو د امنیت د ټينګښت  او ولسوالیو ته د ټاکنیزو توکو د لیږد لپاره د ځانګړو عملیاتو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، فواد امان څرګندوي:«تر یوې او دوو ورځو پورې به د ټاکنو اساس او غیر اساس توکي ولایتونو ته واستول شي او د رایې ورکړې مرکزونو ته به ولېږدول شي او افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه هم هم دې د ټاکنو ورځې ته پوره چمتووالی لري.»

سره له دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د امنیت ګواښ سره د مخو ټاکنیزو مرکزونو امنیت که ټینګ شي، دوی چمتو دي چې په کې ټاکنې ترسره کړي.

شریک یي کړئ