د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو د غوراوي له ټاکنو یوه ورځ وروسته، څارونکي بنسټونه او د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر وايي ډېریو هغو کسانو چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې رایې ترلاسه کړې دي د ټاکنو په اړه پوه نه لري.
د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس نجیبالله احمدزی وايي د هغو نوماندانو په منځ چې ډېرې رایې ترلاسه کړې دي، څو معدودې څېرې له ټاکنیزې پوهې برخمن دي.
هغه په دې اړه وویل:«درې او یا هم څلور تنه یې مسلکي دي او په ټاکنو پوهېږي او تجربه لري، خو نور غیرمسلکي کسان دي او زما په اند راتلونکې ټاکنې له دغو کمېسیونونو سره نه شي ترسره کېدای.»
د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰ مه) د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د ۸۱ نوماندانو له ډلې ۱۴ تنو ته ډېرې رایې ورکړې.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر سبا دغه کسان د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو په توګه معرفي کړي.
ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره نوماندان د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې لخوا معرفي شوي دي. هغه څلور تنه چې تر ټولو ډېرې رایې یې ترلاسه کړې دي لاندني کسان دي.
۱- ۳۶ کلن عصمت الله مل، د بلخ ولایت او په حقوقو کې ماسټري لري.
۲- ۴۶ کلن مولانا محمد عبدالله، د پنجشېر ولایت او د کابل پوهنتون د حقونو پوونځۍ د لیسانس سند لري.
۳- ۴۸ کلن قاسم الیاسي، د غزني ولایت او په فلسفه کې ډکټورا لري.
۴- ۴۲ کلن محمد یونس طغرا، د فاریاب ولایت د ادارې او منجمېنټ په برخه کې ماسټري لري.
۵- ۳۶ کلن مسافر قوقندي، د فاریاب ولایت او د ټولنیزو علومو د لیسانس سند لري.
۶- ۴۶ کلن چمنشاه اعتمادي، د غزني ولایت او په دیني علومو کې لیسانس لري.
۷- ۴۴ کلن حبیب الرحمان ننګ، د لغمان ولایت او د طب له پووهنځۍ فارغ شوید.
۸- ۳۹ کلن اورنګ زيب د پکتیکا ولایت. هغه د زراعت له پووهنځۍ لیسانس لري.
۹- ۵۶ کلنه هوا علم نورستانۍ، د نورستان ولایت او د حقوقو له پووهنځۍ فارغه شوې.
۱۰- ۴۲ کلنه ګېتي د کاپیسا ولایت. هغه هم د حقونو پووهنځۍ لیسانس لري.
۱۱- زهره بیان شینوارې د پروان ولایت حقوقو کې لیسانس لري.
۱۲- ۴۳ کلن ذاکر ذکي، د سمنګان ولایت او په زراعت کې ماسټري لري.
۱۳- ۳۹ کلن قطبالدین رویدار، د پکتیا ولایت او په شرعیاتو کې لیسانس لري.
۱۴- ۳۵ کلن حنیف دانشیار، د غزني ولایت او په ټولنپوهنه کې لیسانس لري.
د لوړو زده کړو وزارت د ځينو دغو څوارلس کسانو تحصیلي سندونه تایید کړي نه دي.
په داسې حال کې چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره ډېری نوماندان د مدني ټولنې لخوا معرفي شوي دي، خو اوس دغه بنسټونه هم اندېښمن دي.
د فیفا ویانده مروه امیني په دې اړه وايي:«اندېښمن یوو کهچېرې دا کسان ټاکنیزه تجربه ونهلري، د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو ته ستانه نه شو.»
د مدني ټولنې فعال لعل محمد امیري هم څرګندوي:«هغو کسانو او اشخاصو ته چې دوی رایه ورکړې او هغه کسان یې ټاکنیزو کمېسیونونو ته معرفي کړي چې پرې ډېر اعتماد یې درلود.»
بلخوا د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند چې د نویو کمېشنرانو د ټاکلو په لړۍ کې یې ګډون و نه کړ، د دې بهیر مخالف دی.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند سیدنورالله جلیلي وویل:«د افغانستان خلک همدا پوښتنه لري کهچېرې کمېسیون مفسد وي نو ټاکنې هم فاسدې ډي او باید باطلې شي او تر هغې چې ټاکنې باطلې نه شي زه به هېڅکله نویو کمېشنرانو ته رایه ور نه کړم.»
له دې ټولو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو غوراوي کمېټه، وايي چې د دغو څوارلسو تنو سندونه له دې وروسته به وڅېړل شي.