لویې څارنوالۍ ته د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو له معرفي کېدو وروسته، دغه بنسټ وايي چې تراوسه د دغو کسانو دوسیې په بشپړه توګه څېړل شوي نه دي.
لویه څارنوالۍ وايي د ټاکنو کمېسیونو د پخوانیو غړو په وړاندې د فساد تورونو د پراختیا له امله د هغوی د دوسیو څېړل دېر وخت ته اړتیا لري.
دغه بنسټ وايي کهچېرې د فساد او له واکه د ناوړه استفادې تورونه پر دوی ثابت شي، عدلي او قضايي مرکز به د هغوی په اړه پرېکړه وکړي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په دې اړه وویل:«دا چې له یوې خوا د کشفي ارګانونو لخوا څارنوالۍ ته موارد سپارل شوي او له بلخوا هغه ادعاګانې چې شتون لري وخت ته اړتیا لري، څېړنې په جدیت او قاطعیت سره په مخ روانې دي.»
د تېر کال د سلواغې په ۲۳ مه، له هغه وروسته کله چې د ټاکنو قانون تعدیل شو، ولسمشر غني، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي له دندو لیرې او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې دا کسان د تلې په ۲۸ او ۲۹ د ولسي جرګې په ټاکنو کې په مالي فساد او همدارنګه له خپلو واکونو په ناوړه استفادې تورن دي.
ښاغلی رسولي زیاتوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو د پخوانیو غړو تورونه زیاتېږي.
هیله مجتبي چې ولسي جرګې ټاکنو ته له پکتیکا څخه نومانده ده. هغه داسې اسناد ښيي او ادعا کوي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په وروستیو پایلو کې لاسوهنه کړې ده.
هغه وايي:«هغه پایلې چې موږ د پکتیکا ولایت د رایو په بیا شمېرنې په پایله کې ترلاسه کړې وې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغوی سریال نمبرونه هم بدل کړي دي، د محل کود یې هم ښکته پورته کړی دی؛ په بشپړه توګه یې یوه نوې پایله رامنځته کړې ده.»
د ولسي جرګې پخوانی منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست په دې اړه وویل:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې دا پېښه دې ژر تر ژره د ثلاثه محاکمو له لوري تعقیب شي او له هغې وروسته موږ د وروستیو پایلو اعلان منو.»
له دې سره جوخت د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسنی غړی محمد عبدالله وايي چې د دغه بنسټ په دارالانشا کې په لسګونه څوکۍ خالي او یا هم د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا غړی، د کمېسیون د یو سل او اته څوکیو لپاره د نویو کسانو د ګومارنې کړنلار یوه اوونۍ مخکې تصویب کړه، څو د ګومارنې لړۍ یې د اداري اصلاحاتو کمېسیون لهخوا پیل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمد عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«په کمېسیون کې د ګومارنې بهیر یوه جدي ننګونه ده، ۱۰۸ دایمي بستونه چې له څلورم څخه تر لومړي بسته دي د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او باید ازادۍ سیالۍ ته وړاندې کړل شي. د ټاکنو د قانون د تعدیل پر بنسټ، باید ځانګړی میکانیزم ورته جوړ شي څو دا خالي بنستونه سیالۍ ته وړاندې کړل شي. او موږ د وري په څلورمه نېټه یوه کړنلار جوړه کړه او اداري اصلاحاتو کمېسیون ته مو واستوله.»
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون بیا وايي، تر اوسه د ګومارنې دا نوې کړنلار نه ده ورسېدلې.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې ویاند فرید احمد په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تشو بستونو د ګومارنې لپاره موږ ټول چمتووالی نیولی دی. هر وخت چې دا کمېسیون چمتو شي مو چمتو یوو چې دا بهیر مخته بوځو. دمګړۍ ۱۸ بستونه یې وروستي نوملړ ته رسېدلي او هره شېبه چې کمېسیون چمتو شي او له موږ سره کړنلار لاسلیک کړي موږ یې د ګومارنې بهیر په مخ بیایوو.»
بل لورته بیا پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، د دې کمېسیون د دارالانشا کې یو شمېر کړۍ د دې ګومارنو پر وړاندې خنډ دي.
د افغانستان د عادلانه ټاکنو بنسټ ویانده صغرا سعادت بیا په ډاګه کوي:«دا کړنلار د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا له لورې د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته نه ده رسېدلې او د هغه دلیل هم، زموږ د څارنې پر بنسټ، دا دی چې په دارالانشا کې داسې کسان شته چې په رسمي توګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا کوښه کړل شوي وو او څارنوالۍ ته معرفي شوي وو، او هڅه کوي چې دا کړنلاره د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته ونه رسېږي. دغه کمېسیون ته د دغه کړنلارې نه رسېدل دا دي چې په دارالانشا کې داسې کسان شته چې هڅه کوي کړنلاره تغییر کړي او هغوی په خپل ځای پاتې شي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا یوه عملیاتي برخه ده چې یو شمېر څارونکي یې ځینې کارکوونکي په درغلۍ او د ټاکنو په مهندسي کولو تورنوي.