لویه څارنوالۍ وايي چې د ټاکنیزو جرمونو د څېړنې کمېټې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو غړو او همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د درې پخوانیو غړو دوسیې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې د دغو کمېسیونونو غړي له واکونو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې، د سندونو پر جعل او همدارنګه د نوماندانو په رایو کې پر لاسوهنې تورن دي.
هغه زیاتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس او همدارنګه د ټکنالوژۍ د څانګې رییس هم تورن دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون او همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لس تنه پخواني کمېشنران او د ټاکنیزو کمېسیونونو دوه تنه رییسان پر هغوی تور پورې دی او دوسیې یې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته واستول شول.»
د لویې څارنوالۍ ویاند وایي چې د کونړ په ټاکنو کې یې د فساد دوسیې هم عدلي او قضایي مرکز ته لېږلي دي او د همدې اوونۍ تر پایه به د بدخشان او پکتیکا ولایتونو دوسیې هم دغه مرکز ته ولېږل شي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه:«دوه نور ولایتونه چې زموږ د همکارانو تر کار لاندې دي د هغوی یوه برخه ډېر ژر د دغې اوونۍ تر پایه به یې څېړنې بشپړې شي او څارنوالۍ به په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.»
بل خوا په داسې حال کې چې لا تر اوسه د شپږو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان شوې نه دي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي چې د همدې اوونۍ تر پایه به ملي شورا پرانستل شي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ په دې اړه څرګنده کړه:«د ملي شورا اولسمه دوره انشاالله تر پنجشنبې یا یوه ورځ مخکې او یا هم یوه ورځ وروسته له خیره افتتاح کېږي.»
جمهوري ریاست د ملي شورا د اوولسمې دورې پرانستل د ټولو ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو په اعلان پورې تړلي بولي، له همدې امله د جرګې د شپاړسمې دورې استازو ته پارلمان ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.