Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له وخت مخکې د ټاکنیزو سیالیو پیل؛ خو کمېسیون وايي مخه به یې ونیسي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي هڅه کوي چي د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له وخت مخکې د ټاکنیزو  کمپاینونو مخه په کلکه ونیسي.

په همدي حال کي پر ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمیر نوماندانو وروستي فعالیتونه ټاکنیز کمپاینونه ګڼي، او په دې برخه کي د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري د یادو نوماندانو پر وړاندي د جدي او قانوني چلند ټېنګار کوي. 

د ولسمشرۍ ټاکنو سیالۍ په رسمي توګه نه دي پيل شوې، خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، یو شمېر نوماندان له همدا اوسه هڅه کوي، چې له هرې لارې دا ډول مبارزه وکړي او خپل ټاکنیز پروګرامونه بیان کړي.

ولایتونو ته د ولسمشر غني وروستي سفرونه هم د دې هڅو یوه برخه ګڼل کېږي او د راپورونو له‌مخې، ولسمشر په دې سفرونو کې ان یو شمېر مخکنۍ پروژې دویم ځلې پرانیستې دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند اشرف غني تېره اوونۍ کونړ کې ویلي و:«د سلام خانې په څېر یو لوی تالار جوړېږي، هم‎مهاله دا تالار جمنازیم به هم وي. د دوه زره کسانو وړتیا به ولري، انشاالله هلته به ټول ځای شي، نن د هغه د تهداب ډبره کېښودل شوه.»

د دې هڅو په پایله کې پر ولسمشرغني د هغه د سیاسي سیالانو له‌ خوا نیوکې شوې دي، خو باور پر دې دی چې نور نوماندان هم پر ولسمشر له نیوکو سره، له وخته مخکې ټاکنیزه مبارزه کوي.

ولسمشر ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر کابل کې د ښځې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ویلي و:«هغه حکومتوالۍ چې هره ورځ خلکو ته دوکه ورکوي او هره ورځ هغه پروژې چې مخکې افتتاح شوي، دوه او درې ځله افتتاح کوي، دا ډول حکومتوالي د هې،اد ستونزې نه شي حل کولای.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، له وخت مخکې ټاکنیزو سیالیو د مخنیوي لپاره د یوې تګلارې د برابرولو لپاره هڅې کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي څرګنده کړه:«کوم کړنلاره نشته؛ خو د نوي مشرتابه هڅه همدا ده چې محدودولو او یا هم کنټرول لپاره یوه کړنلار پلان کړي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم د هغو نوماندانو پر وړاندې په قانوني چلند ټینګار کوي چې دا ډول ټاکنیزه مبارزه کوي.

د افغانستان پر ټاکنو د څار بنسټ غړی حبیب الله شینواری وايي:«دا په خپله ټاکنیز عدالت تر پښو لاندې کوي، یو نوماند چې ډېر امکانات لري او له هغې ناوړه استفاده کوي، د قانون پر خلاف کړنه کوي او هېڅوک یې مخه نه شي نیولای او یو بل نوماند چې قانون ته درناوی لري، له وخت مخکې ټاکنیزه سیالۍ نه کوي او پوهېږي چې د ټاکنو قانون منع کړی، هغه خپل هغه ارزښت له لاسه ورکوي.»

ټاکل شوې د ولسمشرۍ نوماندانو ټاکنیزې مبارزې د راتلونکي کال د غوايي په نهه ویشتمه نېټه پيل او دوې میاشتې دوام وکړي.

ولسمشرۍ ټاکنې به د ولایتي شورا، د ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې له ټاکنو سره په یو وخت د چنګاښ په نهه ویشتمه نېټه وشي.

د ولسي جرګې له ټاکنو پنځه میاشتې تېرې شوې، خو لا هم د پنځه‌لس ولایتونو پایلې نه دي اعلان شوې.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د درې ولایتونو هرات، بلخ او پکتیکا ټاکنیزو شکایتونو له وروستي کېدو او د پایلو د اعلان لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته له استولو خبر ورکوي.

یاد کمېسیون وايي د رواني اوونۍ تر پایه به د درېیو نورو ولایتونو د شکایتونو څېړنه به هم بشپړ شي ، خو وايي د کابل ټاکنو په تړاو د شکایتونو څېړلو لړۍ تر اوسه نه ده پېل شوې.

 هم مهاله  دټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په تېره اوونۍ کي ددغه کمېسیون غړو د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټي اعلان او په یادو ټاکنو کي د بایمیتریک سیستم د کاروني پر څرنګوالي خبري کړې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی سید قطب الدین رویدار په دې اړه وویل:«تاسې به ډېر ژر د پاتو ولایتونو د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو او د وروستیو پایلو د اعلان شاهد وئ.»

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د خپل کار په لومړۍ اوونۍ کې یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د مهالوېش لپاره کارونه پیل کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی مسافر قوقندي څرګندوي:«د ټاکنیز مهال وېش‎ په اړه مالومات او د بایومېټریک قانون له تعدیل وروسته ان ډي ار دی، چې دا په افغانستان کې یوه جدي مسله ده دا زموږ درې لومړیتوبونه دي.»

د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د تېرو کمېشنرانو له‌خوا پاتې شوي جنجالونه د خپل کار لپاره یوه تر ټولو ستره ننګونه بولي.

 پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، یو شمېر نوماندان له همدا اوسه هڅه کوي، چې له هرې لارې دا ډول مبارزه وکړي او خپل ټاکنیز پروګرامونه بیان کړي.

شریک یي کړئ