Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد هدایت: د حکومت مشران د ټاکنو قانون پر تعدیل کار کوي

د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې، د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وايي چې ټاکل شوې د ټاکنو قانون تعدیل شي.

د ولسي جرګې ټاکنو کې له سختو نیوکو او د فساد له تورونو وروسته، اوس حکومت ټاکنیز نظام کې پر اصلاحاتو او د ټاکنو قانون له تعدیل خبر ورکوي.

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش سلاکار محمد هدایت وايي چې د ملي یووالي حکومت مشران د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه په سلامشورو بوخت دي او ټاکل شوې چې د ولسمشر له خوا ډېر ژر ټاکنو قانون د تعدیل طرحه په یوه فرمان کې توشیح شي.

د ولسمشر د دویم مرستیال سلاکار محمد هدایت څرګنده کړه:«اصلاحات، دغه ټولې برخې په ځان کې رانغاړي؛ هم د څېرو په برخه کې او هم د کمېسیون د جوړښت په برخه کې او همدارنګه ټاکنیزو قوانینو او کړنلارو په برخه کې هم.»

د حکومت دننه سرچینې وايي، د ملي یووالي حکومت مشران اوس په دې اړه په مشورو او خبرو بوخت دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون که څه هم په ټاکنیز نظام کې له اصلاحاتو هر کلی کوي، خو په روان وضعیت کې د ټاکنو قانون تعدیل غیرمنطقي کړنه بولي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي علي رضا روحاني په دې اړه وویل:«ټاکنیز نظام خپل یو ځانګړی مفهوم لري او هغه په دې پورې اړه لري چې قانون بدلون وکړي او طبیعاً په اوسنیو شرایطو کې د انتخاباتو قانون بدلون منطقي نه دی.» 

په ورته وخت کې سرچینې وايي، د ټاکنو کمېسیون ډېری غړی د فساد دوسیې لري او ولسمشر هغوی ممنوع الخروج اعلان کړي دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د قانون خلاف هر ډول بدلون، یو ناوړه کړنه بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي سیدحفیظ الله هاشمي په ډاګه کړه:«د کمېشنرانو ګوښه کول او ګومارل د قانون په سمون کې شوي او باید قانون تطبیق شي، له قانون پرته هېڅکله هېچا ته هم هم یوه مسله د منلو وړ به نه وي.»

تمه ده چې ولسمشر غني د ټاکنو قانون د یو شمېر تعدیلاتو سره د یوه فرمان له مخې صادر کړي او د همدې فرمان له مخې د ټاکنو کمېسیون په مدیریت او کاري برخو کې ژور بدلونونه رامنځ‌ته شي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د راتلوونکي کال د چنګاښ میاشت په ۲۹ ترسره شي. دغو ټاکنو ته د ولسمشر غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، په ګډون اتلس تنو ځانونه نوماند کړي دي. 

شریک یي کړئ