Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسعود:له ځواکمن دریځه د سولې خبرو د پيل لپاره باید ټاکنې ترسره شي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند احمد ولي مسعود وايي چې له ځواکمن دریځه د سولې خبرو اترو د پر مخ بیولو لپاره لومړی باید ټاکنې ترسره شي. او له هغې وروسته به د سولې خبرې اترې د یوې سترې ملي نښې څخه پایلې ته ورسېږي.

د احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود د ملي یووالي حکومت او هم پخوانی حکومت د وضعیت په ښه کولو کې ناکام بولي.

ښاغلی مسعود د ناخوالو زیاتوالی په هېواد کې د متمرکز نظام له امله بولي.

د احمد شاه مسعود بنسټ رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند احمد ولي مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«په افغانستان کې د نظام بدلون زموږ د کارونو په لومړیتوب کې دی ځکه چې یو ځل ټاکنې، بیا ځلې ټاکنې او درېیم ځل ټاکنې هېواد د کړکېچ په لور بیولی، موږ په پرېکنده توګه د سیسټم د بدلون شاهد وو، همدارنګه په مرکز او ولایتونو کې د واک پر کموالي هم تمرکز وکړو.»

احمدولي مسعود د ملي یووالي حکومت د سولې د خبرو په بهیر کې په کمزوري عمل کولو تورنوي او وايي دا حکومت د سولې په بهیر کې روښانه دریځ نه‎لري.

ښاغلي مسعود په دې اړه زیاته کړه:«که‎چېرې غواړو چې پایداره سوله راشي باید په دغې لاره کې له یوه ځواکمن دریځ سره ولاړ شو، سوله د افغانستان د خلکو حق دی، باید یوه ملي پروسه په لاره واچول شي، او دا ملي پروسه یو ملي دولت، یو ملي مشر ولای شي په لاره واچوي، ځکه چې د دغه حکومت عمر ډېر کم دی او څو میاشتې پاتې دي، باید ټاکنې ترسره کړو له یوه ځواکمن دریځه او د یوه ملي دولت له ادرسه وکړای شو د سولې مسایلو ته رسېدنه وکړو چې هم ټاکنې ولرو او هم سوله څو وکړای شو یوه مطلوبه پایله ولرو.»

ښاغلی مسعود په هېواد کې د ملي یووالي پر رامنځته کېدو ټینګار کوي او وايي ترهغه چې قومي او سیاسي اختلافات حل نه‎شي اوسنی کړکېچ به پای ته ونه رسېږي.

د احمد ولي د ټاکنیزې ډلې د دارالانشا مسوول شاکر حیات څرګنده کړه:«د احمد ولي ټاکنیزه ډله د ټاکنو د نظام د ډول، د ټاکنیز نظام بدلون او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحاتو ځينې وړاندیزونه لرلي، هیله لرو چې د دولت امران دا په پام کې ونیسي.»

احمدولي مسعود د جهاد لومړي کلونه له احمدشاه مسعود سره تېر کړي او له هغې وروسته لومړی پاکستان او وروسته لندن ته ولاړ.

ښاغلی مسعود په لندن کې د افغانستان سفیر و او اوس د احمدشاه مسعود بنسټ رییس دی، نوموړی له برتانیې څخه په ډيپلوماتیکو څېړنو کې ماستري لري.

ښاغلی مسعود د هېواد وضعیت ډېر کړکېچ بولي او وايي چې ریاستي نظام هېواد د کړکېچ په لور بیولی دی او هغه په هېواد کې د نظام بدلون ته لېواله دی.

شریک یي کړئ