Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبیل: حکومت باید د سولې خبرو و رڼو ټاکنو ترسراوي په هکله هڅې وکړي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل د رڼو ټاکنو پر ترسراوي ټینګار کوي او وايي چې حکومت د یوې سیاسي اجماع په جوړولو کې ناکام دی، خو دا حکومت باید د سولې خبرو اترو نوښت خپل کړي او له وړو اختلافونو لاس په سر شي.

ښاغلی نبیل همدارنګه وايي چې حکومت باید د سولې خبرو اترو د پرمخ بیولو او رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره هڅه وکړي.

رحمت الله نبیل د سولې خبرو د بهیر په اړه اندېښمن دی او وايي باید د اوسني نظام لاس ته راوړنې خوندي شي او د سولې په هکله سیاسي او ټولنیزه اجماع رامنځته شي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په دې اړه وویل:«حکومت مکلف دی چې د وضعیت له تحلیل سره دواړو حالاتو ته چمتووالی ولري؛ هم باید د ټاکنو پر روڼتیا تمرکز ولري او هم د سولې پر بحث تمرکز وکړي او یوه سیاسي ټولنیزه اجماع رامنځته کړي.»

د ملي امنیت دغه پخوانی چارواکی د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو او د یوه پیاوړي حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي او د لنډمهاله حکومت جوړېدل ناسم بولي.

ښاغلي نبیل څرګنده کړه:«لنډمهاله حکومت تر ټولو بد خو وروستی غوراوی بولم. ښه ټاکنه به نه وي خو وروستی غوراویز به وي.»

د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل چې د انجینرۍ په څانګه کې یې زده کړې کړي، له دې مخکې یې د ملي امنیت شورا د کورنيو اړیکو د مرستیال، د ولسمشر د ساتونکو د بنسټ اېښودونکي او د ملي امنیت د رییس په توګه دنده ترسره کړې دي.

نوموړی د خپل ژوند ټولې بریاوې د داسې مور له برکته بولي چې په شپاړس کلنۍ کې یې خاوند له لاسه ورکړ او له خپل یوازیني زوی سره یوازې پاتې شو.

ښاغلی نیبل په ۱۳۴۸ هجري لمریز کال کې د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او لس کاله یې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمېشنرۍ په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړې ده.

شریک یي کړئ