Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبیل په یوه لیک کې صالح ته بلنه ورکړې چې له ده سره یوځای شي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل، د ولسمشر اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح ته په یوه سر پرانیستي لیک کې بلنه ورکړې چې د دغه له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شي.

ښاغلي نبیل په دغه لیک کې، ټولې هغه نیوکې چې په تېرو کلونو کې یې پر ولسمشر او د هغه پر نږدې کسانو یې لرل، یو په یو شمېرلي او ښاغلي صالح ته یې په خطاب کې لیکلي«له دې وړاندې چې پر وطن د مینې غږ دې د حاکمې ډلې په مجازي ګودال کې زندۍ شي، د اکثریت وطن مینو ټاکنیزې ډلې سره یوځای شه. ښاغلي نبیل په دغه لیک کې چې د اطلاعات روز په ورځپاڼه کې چاپ شوی، ویلي شوي که‎چېرې ښاغلی صالح په دغو ټاکنو کې له هغه سره یوځای شي کولای شي د هېواد اوسنۍ ستونزې پای ته ورسوي.»  

د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل دې لیک کې امرالله صالح ته د ورور خطاب کړی او ورته یې لیکلي، اوس‌مهال باید د لیدونو پر ځای دا ډول لیک کې سره خبرې وکړي.

دا لیک چې د اطلاعات روز ورځپاڼې چاپ کړی، نبیل کې په صالح ته لیکلي، وړاندې مو ولسمشر غني په ډیکټاټورۍ، تنګ نظرۍ او بې برنامه‌ګۍ تورن کړی او ان ورته مې د بې رېښي خطاب کړی او خپله هم پوهېږئ چې د ده په حکومت قومي نفاق زیاد او د حکومت او ملت ترمنځ فاصله زیاته شوه، نو ځکه باید له دې ټاکنیزې ډلې جلا شې.

د ټیفا بنسټ ویانده صغرا سعادت په دې اړه وايي:«دا لیک چې ښاغلي نبیل امرالله صالح ته لیکلی په افغانستان کې د کمپاین یوه نوې بڼه ده، په سوله‎ییزه توګه د مقابلې ډلې د تېرو ستونزو یادول او له هغوی غواړي چې د ګروپ تر ټولو مهم کس یې له هغوی لیرې او له دغه سره یوځای شي.»

رحمت الله نبیل امرالله صالح یو امنیتي متخصص بللی او وايي، دی ښه پوهېږي چې په امنیتي سکټور کې د غیر تخصصي کسانو د شتون له کبله د امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي دي او ناامني هم زیاته شوې ده.

نبیل دې لیک لیکلي، ولسمشر خپل لومړی مرستیال د کابیني او امنیت شورا غونډو کې له ګډون څخه منع کړی دی، خو تاسې د هغه په څېر ترور او تبعید نه شئ او ټاکنې وګټئ، ایا کولای شئ چې له خپل وجدان سره د خلکو  او قومونو د تفرقې او پاشل کېدو شاهد و اوسئ؟

نبیل له امرالله صالح غوښتي چې ټاکنو کې له هغې سره یوځای شي.

د فیفا بنسټ ویانده مروه امیني څرګندوي:«دوی له هر ډول کمپاین څخه چې فکر کوي له بریا سره یې مرسته کوي استفاده کوي، خو هغه څه چې زه یې له ټاکنیزو ټکټو څخه غواړم د ټاکنو مشروعیت او سلامتي دې په پام کې ونیسي.»

له دې وړاندې امرالله صالح له شپاړس ټاکنیزو ډلو غوښتي چې د اشرف غني ټیم سره یو ځای شي.

د دولت جوړونکي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح وايي:«له بده مرغه موږ د هغه بوکسر په څېر یوو چې رینګ ته راوتلي یوو او له شپاړسو ډلو غواړو چې په دغه وزن کې څوک شته چې راشي او سیالي وکړي؟ ټول د رینګ په شاوخوا کې تمرین کوي خو له وېرې دننه رینګ ته نه راننوځي.»

نبیل له صالح غوښتي چې خپل اعتبار او شرف د یوې وړې او خاینې حلقې لپاره له‌منځه یو نه سي او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له هغه سره یو ځای شي.

شریک یي کړئ