Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیکولاس کي: ناټو د ټاکنو په امنیت کې د افغان ځواکونو مرسته کوي

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، نیکولاس کي د رڼو ټاکنو په ترسره کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ناټو ټاکنو د امنیت په برخه کې د افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

نوموړي تېره ورځ(دوشنبې د وږي په ۲۵مه نېټه) بلخ ولایت کې خبري ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو غوښتنه کړې ده چې قواعد مراعات او د خلکو رایو ته دې درناوی وکړي.

ښاغلي کي ویلي د هېواد شمال ته ځکه تللی تر څو خلکو ته د ولسمشرۍ د ټاکنو رڼو ترسره کېدو په موخه د امنیت ډاډ ورکړي.

د ناټو دغه استازيي وړاندې ویلي دي:«تېرو ټاکنو کې د درغلیو ډېر موارد لیدل شوي دي. اوس زه د ناټو یوه لوړپوړي استازي په توګه له ټولو ښکېلو خواوو غواړم چې د لوبې قواعد مراعات کړي او د افغانستان د خلکو هوډ ته دې درناوی وکړي، ځکه ډېر خلک په خطرناکو حالاتو کې د رایې ورکړې صندوقونو ته ورځې او خپله رایه کاروي.»

نیکولاس کي د افغانستان د ستونزې هواري لاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې بولي او زیاتوي چې دا خبرې به ژر پیل شي.

هغه څرګندوي:«زه په دې باور یم چې د افغانستان ستونزه باید د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو له لارې هواره شي.د افغانستان دولت او طالبان باید په خپل منځ کې سره خبرې وکړي. نېږدې راتلونکي کې به د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو شاهدان وو. موږ په دې باور یوو چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي. طالبان هم باید پوه شي چې افغان ځواکونه ځواکمن شوي دي، او دوی به د جګړې له لارې بریالي نشي.»

د ناټو ملکي استازي همداراز ویلي، تر هغې چې ناټو ډاډه نشي چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن پټنځای نه بدلیږي، له دې هېواده به ولاړ نشي او ناټو به د افغان ځواکونو ترڅنګ پاتې شي.

د ناټو ملکي استازي ویلي تېرو ټاکنو کې د درغلیو ډېر موارد لیدل شوي وو

شریک یي کړئ