Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني: د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده چمتو شوې

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر وايي چې نن له غرمې مخکې (جمعه د سلواغې په ۱۹ مه نېټه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ټاکنو قانون د تعیدل په اړه مشورتي ناسته جوړه شوه چې په کې ولسمشر غني او ولسمشریزو ټاکنو ته ځينو نوماندانو حضور درلود.

ولسمشر غني په دغې ناسته کې ویلي چې د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده چمتو شوې چې د هغه بر بنسټ ځینې مواد زیات او ځينې هم لیرې کړل شي.

ښاغلي غني ټینګار کړی چې «د ټاکنو قانون د تعدیل په برخه کې عمومي اجماع ته اړتیا ده.»

په ورته وخت کې د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش هم ویلي چې د تاکنو قانون د تعدیل د طرحې په اړه څه باندې ۲۰ ځله غونډه جوړه شوې او دا طرحه د مشورې پر بنسټ چمتو شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، ټاکل شوې چې یوه تخنیکي کمېټه چې د هغه په ترکیب کې د نوماندانو استازي، سیاسي ګوندونه او د ټاکنو په اړوند د مدني ټولنې بنسټونه شامل وي، د دوه ورځو په پار دې پر هغې مشوره وکړي او هغه وروستۍ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې، ولسمشر غني په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د جدي اصلاحاتو د راوستو خبره کړې وه.

په ټاکنو کمېسیون کې او د انتخباتو په قانون کې د اصلاحاتو بحث هغه مهال جدي شو چې د ولسي جرګې ټاکنې له جدي ننګونو سره مخ شول. دا ټاکنې چې په تلې میاشت کې ترسره شوې، تراوسه هم لا د ځينو ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې نه دي. په ځينو ولایتونو کې هم  اعلان شوې پایلې، معترض نوماندان نه مني.

له دې ټولو سره ولسمشرۍ ټاکنې د راتلوونکي کال د چنګاښ په ۲۹ نېټې ترسره شي او د ولسمشر غني او د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدلله په ګډون ۱۸ تنو نوماندانو نوم‎لیکنه کړې ده. 

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش ویلي چې د تاکنو قانون د تعدیل د طرحې په اړه څه باندې ۲۰ ځله غونډه جوړه شوې او دا طرحه د مشورې پر بنسټ چمتو شوې ده.

شریک یي کړئ