Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي غړي او کمېشنران معرفي کړل

ولسمشر غني، په جلا جلا فرمانونو کې، د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو او د دارالانشا رییسانو نومونه اعلان کړل.

د دغو فرمانونو پر بنسټ، سیدعصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو او همدارنګه محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینوارې، مولوي دین محمد عظیمي، محمد یونس طغرا و سید قطب الدین رویدار د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د نویو غړو په توګه معرفي کړل.

اخوا بیا حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس او چمن شاه اعتمادي بیا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس په توګه معرفي کړي دي.

د جمعې په ورځ (د کب په ۱۰ مه) د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د ۸۱ نوماندانو له ډلې ۱۴ تنو ته ډېرې رایې ورکړې.​​​​​​​

ولسمشر د دغو ۱۶ تنو له ډلې اوه تنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو او پنځه ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او دوه تنه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییسانو په توګه معرفي کړي دي.

ولسمشر غني په څلورو جلا فرمانونو کې ۷ تنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون، ۵ تنه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غړو او دوه تنه هم د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا رییسانو په توګه معرفي کړل.

شریک یي کړئ