ټاکنیز کمېسیونونه وايي چې د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه کار پای ته رسېدلی او شونې ده چې سبا (سېشنبې د غوايي په ۲۴مه) د کابل د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان شي.
ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، اطلاعاتي بانک ته د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو د پاڼو رسول او تر خوا یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د څېړنو د پایلو ثبت پای ته رسېدلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ په دې اړه وویل:«تخنیکي کارونه خلاص شوي. زمو هڅه دا ده چې پاتې کارونه خلاص شي. موږ یې اعلانوو په هېڅ وجه ځنډ نه کوو.»
د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸ او ۲۹ ترسره شوې. خو دغه ټاکنې په غزني کې د ځينو لاملونو له امله ترسره نهشوې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د کابل ټاکنو شل سلنه د پایلو پاڼې ورکې شوې وې. خو اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل د ټاکنو د ورکو شویو محلاتو د پایلو د پاڼو شمېر له لس سلنه کم ښيي او ټينګار کوي چې تر سبا به د کابل د ټاکنو پایلې اعلان شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی محمد یونس طغرا څرګندوي:«داسې محلونه وو چې د ناامنۍ له امله بند وو، په ولسوالیو کې ځینې محلونه ورک دي ښايي له لس سلنې کم وي.»
راپورته شته چې د نږدې دوه سوه محلونو پایلې په عادي پاڼو لیکل شوي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر اوسه د دې محلونو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوماندانو یو شمېر پلویانو د کمېسیون پر وړاندې اعتراض کړی.
د ولسي جرګې ټاکنو نومانده صدیقه بلخي وايي:«کله چې په دغه هېواد کې د ولسمشر رایې ورکېږي، د اجراییه رییس رایې ورکېږي، نو موږ څه ومنو چې زموږ رایې نه بېځایه کېږي.»
کابل د تلې میاشتې ټاکنې له نیوکو سره مخ وې او معترض نوماندان وايي، دې ټاکنو کې درغلي شوې او باید پایلې باطلې اعلان شي.