د ټاکنو خپلواک کمېسیون نویو غړو نن په لومړۍ ناسته کي حوا عالم نورستانۍ د نوې رییسي په توګه، عصمت الله مل د مرستیال او او مسافر قوقندي د منشي په توګه ټاکلي دي.
له دې سره هم مهاله د ټاکنیزو شکایاتونو کمېسیون هم په خپله لومړۍ ناسته کې زهره شینواري د نوې رییسي، مولوي دین محمد اعظیمي د مرستیال او محمد قاسم الیاس د منشي په توګه په انتخاب کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړیتوب او هڅه دا ده چې د تلې پر ۲۸ مې ټاکنې پای ته ورسوي.»
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د غړو په ټاکنو کې زهره بیان شینوارې د رییسې، مولوي دین محمد عظیمي د مرستیال او محمدقاسم الیاسي د دې بنسټ د منشي په توګه غوره شول.
د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي څرګنده کړه:«موږ به لومړیتوبونه او اجنډا په راتلوونکي کې مشخص کړو، خو هغه شکایتونو ته چې راځي له مخکنیو پرېکړو وروسته فکر نه کوو.»
اخوا د ولسي جرګې ټاکنو نوماندان د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو غواړي د ولسي جرګې ټاکنو کار ژر تر ژره پای ته ورسوي.
ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند فاروق برکي وویل:«اړتیا ده چې ژر تر ژره دغه محترم کمېسیونونه چې تعیین شوي په هره بڼه چې وي دوی د هغو ټاکنو برخلیک چې خلک د انتخاباتو په ګروه کې پاتې دي تعیین او اعلان کړي.»
د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو مشري ښځو ته سپارل کېږي.
د ملي یووالي حکومت مشرانو د دوشنبې په ورځ د ټاکنیزو کمېسیونونو د څوارلسو غړو د لوړې په مراسمو کې له هغوی وغوښتل چې د ولسي جرګې ټاکنو پایلې وروستۍ او د ولسمشرۍ، ولسوالیو د شوراګانو او په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنو د ترسره کولو لپاره تیاری ونیسي.
په دې اړه مو اندونه