Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره ۱۴۴تنو غوښتنلیکونه ورکړي

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رییس وايي چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره ۱۴۴ تنو  دغو بنسټونو ته غوښتنلیکونه ورکړي.

دغه بنسټ وايي چې ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره باید ۱۵ تنه نوماند شي. خو دغو کمېسیونونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره تراوسه ۱۴۴ تنو غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د دغه بنسټ اجرايي رییس همدا رنګه وايي په انتخاباتو پورې اړوند د مدني ټولنې دیارلسو بنسټونو په تېرو دوو ورځو کې د هغو کسانو سندونه راټول کړي چې غوښتنلیکونه یې ورکړي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه رییس محمد یوسف رشید څرګنده کړه:«په دوه ورځو کې کابو ۱۴۴ تنه راغلي او غوښتنلیکونه یې ورکړي، د دوی په ډله کې ښځې هم شته - خو له بده مرغه د ښځو شمېر د پام وړ نه دی، ښايي قانوني شمېر پوره کړي - خو ټاکنه محدودوي او موږ د اوونۍ تر پایه به خپل دا نوملړ حکومت ته وسپارو.»

بلخوا ولسمشرۍ مانۍ وايي چې حکومت په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د سندونو د راغونډولو لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال هارون چخانسوري وايي چې تراوسه د سیاسي ګوندونو له خوا د پنځو نوماندانو سندونه دغې کاري ډلې ته سپارل شي دي. تراوسه د ګوندونو له خوا هېڅ ښځه وړاندیز شوې نه ده.

د ولسمشر ویاند زیاتوي چې حکومت هڅه کوي چې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې بنسټونو سره په مشورې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ژر تر ژره معرفي کړي.

ښاغلي چخانسوري څرګنده کړه:«له هغو ګوندونو سره چې په عدلیې وزارت ثبت دي او د ټاکنو په چارو کې د مدني ټولنې دخیل بنسټونو ترمنځ یوه تخنیکي غونډه جوړه شوې، ټول موضوعات ورته تشریح شوي. ویل شوي او وضاحت ورکړل شوی او یوه اوونۍ وخت لري چې کسان معرفي کړي. دقیق ادرس ورته رامنځته شوی، کسان دې معرفي کړي، سندونه یې راوړي؛ تراوسه کابو پنځه تر اتو کسانو پورې د نوم لیکنې لپاره راغلي دي.»

تېره اوونۍ د ټاکنو په قانون کې د تعدیل طرحې له تایید وروسته، ولسمشر، د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان، او غړي له دندو لیرې او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل. د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي له واکه په ناوړې استفادې او مالي فساد تورن دي.

په ورته وخت کې، ځينې هغه کسان چې ټاکنیزو کمېسیونونو ته نوماند دي، وايي چې د دغه بهیر په غوراوي کې باید روڼتیا وي.

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره نوماند چمن شاه اعتمادي په دې اړه وویل:«زه هم د یوې سیاسي ګوند لخوا ټاکل شوی یم څو د هغو شرایطو له مخې چې په اړوند قانون کې راغلي، خدای غوښتي وي، نوم‎لیکنه وکړم څو د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو په غوراوي بهیر کې ونډه ولرو.»

له بلخوا له ټاکنو ملاتړې ډله چې اروپايي ټولنه، استرالیا، ناټو او د ملګروملتو سازمان پکې شامل دي په یوه لیک کې له حکومته غواړي د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د غوراوي بهیر باید روڼ وي.

د دغې ډلې په لیک کې راغلي:« کمېشنران باید ډېر ژر وګومارل شي څو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره لازم چمتووالی ونه ځنډېږي، موږ له حکومت او نورو اړوندو ونډه لرونکو غواړي د ټاکنیزو کمېسیونونو دارالانشا ته د اړینو کارونو د دوام په موخه لازم ملاتړ برابر کړي.»

له دې ټولو سره ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د راتلوونکي کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي. د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنو دغو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي دي.

ولسمشرۍ مانۍ وايي چې حکومت په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د سندونو د راغونډولو لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې ده.

شریک یي کړئ