Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکنیزې درغلۍ؛ د ټاکنو روڼتیا لپاره د ځیرکې دستګاه جوړول

کابل کې یوې پېغلې داسې یوه ځیرکه دستګا جوړه کړې چې په ټاکنو کې د درغلۍ مخنیوی کولای شي.

دغه پېغله چې شبنم میر نومېږي وايي چې دغه دستګاه د ټکنالوژۍ له پلوه د رڼو ټاکنو د ترسراوي وس لري.

هغه چې ارواپوهنه لوستې وايي د دغې دستګاه د جوړولو لپاره انګېزه له هغې وروسته ورته پیدا شوه چې په ذهن کې یې د ټاکنو د ترسراوي د څرنګوالي او کړکېچونو په اړه پوښتنې راولاړې شوې.
 
د دغې دستګاه په جوړولو کې له څو پوستاکلو او نورو توکو څخه کار اخیستل شوی دی. دا دستګاه داسې طراحي شوې چې د ټاکنو په ورځ پر خپل ځانګړي صندوق نصبېږي او کله چې رایه ورکولو پر مهال د رایه ورکوونکي انځور، اخلي او که‎چېرې رایه ورکونکی هڅه وکړي بیا رایه ورکړي، دا دستګاه خبرداری ورکوي او که‎چېرې ګواښ ته پام ونه شي، صندوق په خپل سر کلپېږي. 

د دستګاه جوړونکې شبنم میر وايي:«دا دستګاه د دې وړتیا لري چې د رایې ورکړې د پاڼې اصل والی، رایه، د نوم انځور، د نوماند نشان، د نوماند نوم او شماره چې تېرونه ونه شي، رایه سپینه نه وي او تکراري نه وي تشخیص کړي.»

ټولې رایه په انلاین ډول او په یوه وخت کې مرکزي سرور کې شمېرل کېږي. خو که هر څوک د درغلۍ نیت ولري، دا دستګاه اجازه نه ورکوي چې دا کار وکړي.

دا دستګاه د دې وړتیا لري چې د رایه ورکوونکې له څېرې څخه د ټاکنو د روڼوالي او همدا ډول د رایه اچوونې د مرکز د امنیت په موخه تصویر واخلي.

اغلې میر زیاته کړه:«ټولې هغه دستګاوې چې ټاکنو کمېسیون کې موجودې دي او غواړو چې انلاین یې کړو، او د رای ورکوونکو بایومېټریک ثبت هم مرکز ته خبر ورکړو نو د دغې دستګاه له لارې یې کولای شو.»

له شبنم سره د دې دستګاه په جوړولو کې د هغې دوو وروڼو مرسته کړې ده. شبنم هیله لري چې یوه ورځ به د خپلو هېوادوالو لپاره له دې هم لوی کار وکړي.

افغانستان کې ټاکنې تل د درغلیو او لاسوهنو له ننګونو سره مخ وي. د بېګلې په توګه د تېرکال ولسي جرګې ټاکنو کې د درغلۍ له امله د هغې پایلې کابو اووه میاشتې وروسته اعلان شوې.

دا دستګاه داسې طراحي شوې چې د ټاکنو په ورځ پر خپل ځانګړي صندوق نصبېږي او کله چې رایه ورکولو پر مهال د رایه ورکوونکي انځور، اخلي او د درغلۍ مخه نیسي.

شریک یي کړئ