Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

​​​​​ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکولو د مرکزونو نوملړ اعلان کړ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن شنبې (د غبرګولي په ۱۱ مه) د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو مرکزونو نوملړ اعلان کړ.

د دغه کمېسیون د رییسې ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۵۳۸۳ مرکزونه تایید کړي دي چې له دې ډلې ۲۰۰۲ مرکزونه د امنیتي ګواښونو له امله تړلي دي چې ۴۰۶ مرکزونه یې په غزني ولایت کې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم  نورستانۍ وايي:«زموږ ۵۳۸۳ مرکزونه دي. چې له دې ډلې ۲۰۰۲ مرکزونه د امنیتي بنسټونو له امله تړلي دي چې ۴۰۶ یې په غزني کې دي.»

 خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په ټاکنیزو چارو کې د دغه کمېسیون پر پڅ کار نېوکه کوي.

د فیفا بنسټ ویانده مروه امیني وايي:«د پخوانیو نوملړونو پر بنسټ دوی مخته تللي؛ هر مرکز چې نوملړ درلود، دوی بیاځلې هماغه مرکز اعلان کړی او هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی دا په خپله د ټاکنو کمېسیون کې د ظرفیت نشتون ښيي چې په دغې اوږدې موده کې دوی ونه توانېدل چې یوازې د نوم‎لیکنې لپاره زمینه برابره کړي.»

د قانون له مخې د رایې ورکوونکو په نوملیکنه کې باید د بایو مېټریک له دستګاوو کار واخیستل شي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی دی چې په دې بهیر کې به له ټکنالوژۍ کار وانخلي.

ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ ټاکنې یو سلو پنځه دیرش مېلیونه ډالره لګښت ولري چې د نړیوالې ټولنې له لوري به ورکړل شي.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په ټاکنیزو چارو کې د دغه کمېسیون پر پڅ کار نېوکه کوي، او وايي چې دوی وړتیا نه لري او د تېرو ټاکنو د رایې ورکولو مرکزونو نوملړ یې له بدلون پرته تایید کړی دی.

شریک یي کړئ