Skip to main content
وروستي خبرونه
فراخبر

فراخبر: خلیلزاد وايي له طالبانو سره هېڅ هوګړه نه ده شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د قطر په دوحه ښار کې له طالب پلاوي سره تر شپږ ورځنیو خبرو اترو وروسته، د کابل په لور حرکت وکړ.

هغه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه شپږ ورځنۍ خبرې اترې د تېرو خبرو په پرتله په ځلونو اغېزناکې وې او په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ښاغلی خلیلزاد وايي چې تراوسه له طالبانو سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او له یوه لنډې دمې وروسته به بېر ته پيل شي.

په دې خپرونه کې پر همدې موضوع د سیاسي له فعال، وحید مژده او د ولسي جرګې له غړي، مولوي شهزاده شاهد سره خبرې شوې دي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews