فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: دوحه کې د امریکې او طالب استازو د سلامشورو دوام
امریکايي او طالب استازو، نن یکشنبې (د وږي په ۳مه) د سولې خبرو د نهم پړاو په څلورمه ورځ هم د تړلو دروازو تر شاه خبرې وکړې.
خو له دغو خبرو خبرې سرچینې وايي چې د خبرو په دې پړاو کې دواړه لوري، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پر مهال د تاوتریخوالي د کموالي د څرنګوالي په اړه سره ځينو پرمختګونو ته رسېدلي او دمګړۍ د سولې له هوکړې وروسته د امریکا د استخباراتي ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.
په دغې خپرونه کې کوربه وحید احمدي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث کړی دی.
مېلمانه:
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس، ضیاءالحق امرخېل
د سیاسي چارو شنوونکی، وحید مژده