فراخبر
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان توغندويي بریدونه وغندل
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر خاورې د پاکستان د پوځ توغندويي بریدونه غندي او دا کار په کابل کې د پاکستاني پلاوي د ژمنو په خلاف بولي.
دا وزارت د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغانستان پر خاوره دې توغندويي بریدونه ودروي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د همکاریو د ژمنو په اړه عمل وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د پاکستاني پوځيانو توغندويي بریدونه د افغانستان په خاوره تېری او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
سیاسي فعال، مولانا فرید
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال، آصف صدیقي