فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د سولې مشورتي جرګې د ترسره کېدو تازه نېټه
اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي خلک په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پټو خبرو اترو په تړاو اندېښنه لري.
دی زیاتوي چې یو شمېر طالبان لا هم د امارت خوبونه ویني.
په همدې حال کې ولسمشر غني، د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسراوي په اړه فرمان صادر کړی چې د هغه پر بنسټ به دا جرګه له څه باندې یوې میاشتې ځنډ سره د راتلوونکي کال د غوايي میاشتې په ۹ مه نېټه ترسره شي.
ټاکل شوې وه چې دا جرګه د روان لمریز کال د کب له ۲۶ - تر ۲۹ جوړه شي او په هغې کې به له ټول هېواده کابو دوه زره هېوادوال ګډون وکړي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د اجراییه ریاست سلاکار، پاینده محمد حکمت
سیاسي فعال، یونس فکور