فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د سولې په تړاو د اجراییه رییس خبرې
اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي او لامل یې هم د طالبانو لخوا پ جګړې ټینګار دی.
نوموړي چې (دوشنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه طالبان لا هم خپل لجاجت ته دوام ورکوي او پسرلنیو عملیاتو سره یې بریدونه ترسره کړي دي، خو د افغان ځواکونو لخوا ورته ځواب ورکړل شوی دی.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
سیاسي فعال، مولانا فرید
د اقتدار ملي ګوند رییس، سید علی کاظمي