فراخبر
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: د مصالحې د مشرۍ لومړۍ ناسته
حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په موخه د مصالحې د مشرۍ شورا او همداراز د مرکچي پلاوي نوملړ وړاندې کړ.
د مصالحې د مشرۍ شورا نوملړ کې ۳۷ او همداراز د خبرو اترو لپاره نوملړ کې ۲۲ کسان شامل دي.
ولسمشر غني (یکشنبې د وري په ۱۸مه نېټه) د سولې خبرو اترو په موخه د مصالحې مشرۍ شورا ناستې ته وینا کړه.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع، د جنبش اسلامي ګوند له مرستیال، عبدالله قرلق او د ولسي جرګې له غړي، عبدالقیوم سجادي سره خبرې شوې دي.