فراخبر
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
فراخبر: له افغانستان څخه د روسانو وتو په اړه د ولسمشر خبرو څېړنه
افغان ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ د(سلواغې په ۲۶ مه)له افغانستان څخه د سره پوځ د بهر کېدو ۲۸ مه کلیزه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولمانځله.
ښاغلي غني چې په دغو مراسمو کې وینا کوله وویل چې پرونی جهاد د ازادۍ لپاره وه او نننۍ جهاد د ابادۍ لپاره دی.
ښاغلي غني وویل چې حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک په لاسلیک سره ناراضي مجاهدینو ته یې لاره هواره کړه ترڅو بېرته خپل کور افغانستان ته راستانه شي.
ښاغلي له ټولو جهادي مشرانو څخه وغوښتل ترڅو له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه په واقعیت کې د هېواد ځواکونه ننني مجاهدین دي.
د خپرونې مېلمانه:
د سیاسي چارو کارپوه، یونس فکور
لیکوال او څېړونکی، شمسالحق آرینفر