ګفتمان: د طالبانو د مشرتابه له مړینې څخه وروسته د سولې د پروسې برخلیک او په دغې ډله کې د څو لاسۍ او اختلاف رامنځته کېدل
چورلیزونه:
۱ د سولې د خبرو اترو لاره به د ملا عمر له مړینې وروسته په کوم لور ولاړ شي؟
۲ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ریاست څخه د سید طیب آغا استعفا او د دغې ډلې په جوړښت کې د څو لاسۍ او اخلاف رامنځته کېدل به د سولې د خبرو اترو پر بهیر څه اغېزه ولري؟
۳ آیا د سید طیب آغا استعفا به د سولې د خبرو اترو بهیر د پخوا په پرتله ماتوونکی او پېچلی کړي؟
۴ په داسې حال کې چې د ملا اختر محمد منصور مشري د طالبانو له لوري نهده منل شوې، د افغانستان حکومت به وروسته له دې له چا سره خبرې اترې وکړي؟
۵ آیا پاکستان د طالبانو په څو برخو وېشلو سره د لازیات امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې دی؟
۶ که چېرې پاکستان د اړتیا وړ ریښتینوالي ونهلري او راپېښ شویو شرایطو ته په کتو سره د سولې د خبرو اترو بهیر خنډ ته ورسوي، راتلونکې ټاکنه چې د افغانستان حکومت به ورڅخه کار واخلي، کومه ده؟
مېلمانه:
د پوهنتون ښوونکی او د ولسي جرګې غړی، ډاکتر عبدالقیوم سجادي
له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړی، محمد ناطقي
لیکونکی او څېړونکی، خلیل رومان
د ولسي جرګې غړی، حسن شریفي بلخابي
د بشپړې خپرونې د لیدو لپاره، دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه