ګفتمان: د ۲۰۱۵ کال د فبروري ۰۴
موضوع:
د ملي یووالي په حکومت کې د ښځو ونډه او ګډون
مېلمانه:
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه، ډاکټره سیما سمر
د عامې روغتیا مخکېنۍ وزیره، ډاکتره ثریا دلیل
د اجرائیه ریاست ویاند، ډاکتر مجیبالرحمن رحیمي
د کار او ټولنیزو چارو مخکېنۍ وزیره، آمنه افضلي
د بحث موضوع ګانې:
آیا حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې توانېدلی ترڅو د ښځو د ظرفیت د ودې او پراختیا لپاره د اړتیا وړ زمینه برابره کړي؟
د افغانستان په ټولنه کې کوم موارد اصلي ستونزې او ننګونې دي؟ (د ښځو ټولې ټولنې نه یوازې د لویو ښارونو ښځې)
د پرېکړې نیولو په کچه کې د ښځو د شتون لپاره کومې کړنې باید ترسره شي؟
هغه مرستې چې نړیواله ټولنهیې افغانستان ته د ښځو د ظرفیت د لوړوالي لپاره ځانګړې کوي څه ډول باید مدیریت شي او د افغانستان د شرایط وړ ټولو ښځو ته ورسېږي؟
د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي (د فزیکي تاوتریخوالو په څېر څرګند او په کارموندنې او معاش ورکونې کې د توپیر په څېر پټ) او هغه بېلابېل زیانونه چې د دغه لوري څخه ښځو ته متوجه دي اصلي لاملونه او دلیلونهیې څه دي؟ د تاوتریخوالي د مبارزې او له منځه وړلو تګلار څه ده؟ د کومو لارو او د کومو کسانو لهخوا باید هغې ته رسېدنه وشي؟
د اساسي قانون نه پلي کونې څومره د افغانستان د نن ورځې ښځې دریځ ته زیان رسولی دی؟
کومې ټاکنې چې د ملي یووالي حکومت لهخوا د وزارت د پست د نیولو لپاره ترسره شوې په کوم بنسټ وې؟ (آیا د هغو ښځو پېژندنه چې هېڅ یوهيې د شرایط وړ نه وه، په خپله د ښځو په وړاندې د پټ تاوتریخوالي ښکارندويي نهکوي؟)
د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په بحث کې چې ډېری یې ښځې قرباني کړې دي، د ښځو لیدلور، غوښتنې او اړتیاوې به څومره مطرح او په پام کې ونیول شي؟ (د دغو خبرو څخه به څومره د ښځو د موضوع په اړه وي؟)
د بشپرې خپرونې د لیدو لپاره، دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه