محور
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
محور: " ټاکنو کې د بایومېټریک دستګاوو نه کارول د ټاکنو مهندسي ده"
د ټاکنو خپلواک کمېسیون لهخوا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر کې له بایومېټریک دستګاوو څخه د نه استفاده کولو پرېکړې، د یو شمېر سیاسي ګوندونو او بهیرونو غبرګون را پورته کړی دی.
ځينې سیاسي ګوندونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه پرېکړې چې ګواکې د رایې ورکوونکو د ثبت لپاره به له بایومېټریک دستګاوو کار وانه خیستل شي، سیاسي اقدام او د ټاکنو د مهندسۍ لپاره چمتووالی ګڼي.
ځينې دغه ګوندونه همدارنګه وايي چې په ټاکنو کې د بایومېټریک دستګاوو کارونه زموږ سره کرښه ده.
په دغې خپرونه کې کوربه یاسر ابرار په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس، ضیا الحق امر خېل
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس، نعیم ایوب زاده