د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۷ د سلواغې ۲۵مه نېټه
د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو د برید په پایله کې پنځه پوستې نسکورې او لسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
د بالامرغاب ولسوالۍ سیمهییز چارواکي وايي له دوو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونه دوام لري او که مرستندویه ځواک ورته ونه رسیږي، نو دا ولسوالي به د طالبانو لاسته ولویږي.
د بالامرغاب ولسوال، وارث شېرزاد څرګندوي:«دوه شپې کېږي چې له افغان ځواکونو سره نښتې روانې دي، پوستې نسکورې شوې دي، هلکان هم شهیدان شوي دي. لارې بندې دي او مرستو ته اړتیا ده، حالت د اندېښنې وړ دي. دښمن له غورماچ او فاریاب نه راغلي. که دوې پاتې پوستې نسکورې شي، نو حالت به ډېر خراب شي.»
په همدې حال کې د بادغیس ولایتي شورا وايي چې د افغان وژل شویو سرتېرو مړي په سیمه کې پاتې دي او د بوځ یو ټولی سرتېري هم د طالبانو په کلابندی کې دي.