د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۱۲مه نېټه
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمتالله نبیل، د ټاکنیزو سیالیو له پیل شپږ ورځې وروسته، نن (شنبې د زمري په ۱۲مه) خپلې ټاکنیزې منډې تړرې پیل کړې.
د ښاغلي نبیل ټاکنیزه ډله «امنیت او عدالت» نن په کابل کې په همدې منظور یوه غونډه جوړه کړه.
رحمتالله نبیل په دغې غونډه کې د خپلو پلویانو په منځ کې ملي یووالی حکومت یې یو ناکامه حکومت وباله او د دغه حکومت مشران یې چې په ټاکنو کې د ښاغلي نبیل سیالان دي، مناظرې ته راوبلل.
ښاغلی نبیل پنځم نوماند دی چې خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پيل وي. د ټاکنیزو سیالیو له پيله تراوسه د اتلسو نوماندانو له ډلې، یوازې اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او عنایت الله حفیظ خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړې وې.