د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د زمري ۲۶مه نېټه
د خلیلالله فروزي ورور هغه ادعاګانې ردوي چې ګواکې فروزي له زندانه کور ته د لېږد په بدل کې حاکمې یا دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ته د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره پیسې ورکړې دي.
موده وړاندې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په ولسمشر تور پورې کړ چې خلیلالله فروزي یې د ۳۰ مېلیون ډالرو په بدل کې ازاد کړی دی.
د خلیل الله فروزي ورور وحیدالله فروزي وویل:«ځکه چې ټاکنې دي، ښاغلي نبیل هم غوښتي چې ټاکنیز دروغ ووايي. دا خبره یې په ځان پورې تړاو لري. که کوم سند، شواهد لري باید دا سندونه شریک کړي. دا سې کومه خبر نه ده.»
د خلیلالله فروزي کورنۍ وايي چې د فروزي د درمنلې لپاره له میاشتو هڅو او غوښتنو وروسته، حکومت پرېکړه وکړه چې نوموړی له زندانه کور ته ولېږدوي.