د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د غبرګولي لومړۍ نېټه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغه بنسټ رییسه له یوه پلاوي سره دوبۍ ته تللې څو د پنځهویشت زره بایومېټریک دستګاوو د پېرلو لپاره له درملوګ شرکت سره خبرې اترې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د دغه بنسټ رییسه د ټکنالوژۍ د برخې له پلاوي؛ د دغه کمیسیون له یو شمېر کمېشنرانو او جګپوړ غړو سره د درملوګ په نوم شرکت نه د پنځه ویشت زره بایومېټریک دستګاوو د پیرلو د څېړنې لپاره دوبۍ ته تللی دی او ټاکل شوې ده؛ له دغه شرکت سره د ټاکنو د بایومېټریک دستګاوو د سافټ ویر د برابرولو پر څرنګوالي هم بحث وکړي.