د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د غبرګولي ۹ مه نېټه
د کابل په پنځمې امنیتي حوزې اړوند چهارراهي قمبر سیمه کې چاودنې د شپږو کسانو ژوند واخیست.
چاودنه نن(پنجشنبې د غبرګولي په ۹مه نېټه) د مارشال محمدقسیم فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه شوې او په ترڅ کې یې شپږ تنه ټپیان دي.
تر اوسه پورې د وژل شویو او ټپیانو د هویت په تړاو مالومات نه دي خپاره شوي.
ویل کيږي پېښه هغه مهال شوې چې د مارشال محمدقسیم فهیم پوځي پوهنتون نه محصلین د وتو په حال کې وو.
چارواکي وايي برید په داسې حال کې ترسره شوی چې یوه پلي بریدګر غوښتل ځانته چاودنه ورکړي، خو د یوه سرتېري لخوا تر پېژندګلوي په نښه شوی او چاودنه رامنځته شوې ده.