د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۱۰مه نېټه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک د وروستي کېدو په درشل کې، طالب جنګیالیو د هېواد په شپږو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د کندوز، تخار، بدخشان، بلخ، فراه او هرات هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دي.
طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امریکا د بیا بیا غوښتنې پرخلاف، په دې وروستیو کې پر یو شمېر ولایتونو کې چې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه پولې لري خپل بریدونه زیات کړي دي.