د شپني خبرونه
له طلوعنیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۲مه نېټه
د امریکې او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو څخه خبرې سرچینې وايي چې دواړو لورو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بشپړ وتلو او همدارنګه له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکون هوکړه شوې ده.
د دغو سرچینو پر وینا، طالبانو او امریکې هوکړه کړې چې ټول بهرني ځواکونه به د ۱۵تر ۲۰ میاشتو په لړ کې له افغانستانه بهر کېږي.
د امریکې او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو، د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۳۱مه) دوحه کې پیل شو.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وویل:«ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو درې ورځو د سولې هوکړه رامنځته شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه دواړه لوري سره هوکړې ته رسېدلي.»