د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د وږي ۹مه نېټه
د امریکا د ملي پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وايي چې امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.
د امریکا د ملي پوځ لوی درستیز، زیاتوي چې امریکا د افغانانو ترمنځ د یوې هوکړې په لټه کې ده.
هغه په دې اړه وویل:«موږ د افغانانو ترمنځ د داسې خبرو په اړه فکر کوو چې په افغانستان کې د سولې او امنیت سبب شي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر روښانه ویلي، له پرمختګونو سره سره باید موږ ډاډه شو چې موږ د ترهګرۍ ضد موخو ته رسېدلي یوو. اوس له وخت مخکې ده، زه اوس د وتلو کلمه نه کاروم. غواړو ډاډه شو چې افغانستان بیا د ترهګرو په پټنځای نه بدلېږي او دې هېواد ته سوله او ثبات راځي.»