د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو رامنځه ته شو – نشر ته چمتو شو: وروستی
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۲۲مه نېټه
ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي په درشل کې، د عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزې ډلې، هڅې کوي چې د ټاکنو د روڼټیا د تضمین لپاره په ګډه کار وکړي.
د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې غړی همایون جریر وايي چې په دې اړه لومړنۍ هوکړې ترلاسه شوې دي.
هغه زیاته کړه:«د درې ډلو ترمنځ لومړنۍ هوکړې پيل شوي؛ د دغو تفاهمونو بنسټيزه موخه دا ده چې څه ډول وکړای شو، په ولسمشرۍ ټاکنو کې له درغلۍ مخنیوی وکړو، د ټاکنو روڼتیا تضمین کړو او په ټاکنو کې له ناقانوني لاسوهنو مخنیوی وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د دغو ډلو د احتمالي ادغام په اړه رپوټونه خپاره شوي دي، خو ښاغلی جریر دا رپوټونه ردوي.