د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه، ۱۳۹۸ د چنګاښ ۹ مه نېټه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل وې تر یوې او یا هم تر دوه راتلوونکو اوونیو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي نن (شنبې د چنګاښ په ۹مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې المان به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه:«ښايي چې تر یوې او یا هم دوه راتلوونکو اوونیو د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي او المان د دې تضمین کړی چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ به د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.»
دا به لومړی ځل وي چې حکومت او طالبان به سره مخامخ خبرې وکړي؛ کهڅه هم طالبانو دوه ځلې له افغان سیاستوالو او شپږ ځله له امریکې سره لیدلي او د سولې په اړه یې سره خبرې کړې دي، خو له افغان حکومت سره یې هر ډول خبرې رد کړې دي.