Skip to main content
وروستي خبرونه
د شپني خبرونه

د لمر د ۷ بجو خبرونه ۱۳۹۷ د کب ۲۳ مه نېټه

د طالبانو سیاسي مرستیال، ملاعبدالغني برادر د دې ډلې د ویاند په ټویټرپاڼه کې د خپرې شوې غږیزې مرکې په ترڅ کې په قطر کې له امریکا سره د ۱۶ ورځنیو خبرو پایله ته خوښي څرګندوي.

ملابرادر په دې مرکه کې وايي د قطر په ناسته کې تر ډېره پرمختګ شوی او هیله ده چې په راتلونکې لا نور پرمختګ وشي.

هغه وړاندې وايي:«خبرې اترې ډېرې ښې وې او ډېره پرمختګ وشو. هیله د چې راتلونکې لا ډېر پرمختګ وشي. خدای دې افغانستان کې امن اسلامي نظام راولي. خپله خپلواکي ترلاسه کړو. بهرني ځواکونه ووځي.»

ملابرادر سیاسي او جهادي مشرانو ته په پیغام کې وايي، هیله ده دوی له هېواده بهر ولاړ شي او د مقابل لوري په صف کې ونه دریږي، ځکه د نوموړي په خبره دې سیاسي او جهادي مشرانو او هم طالبانو له تېر وخت نه ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews