د شپني خبرونه
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
د لمر د ۷ بجو خبرونه ۱۳۹۷ د کب ۲۵ مه نېټه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د پاکستان د سفارت استازی د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندولو په تړاو احضار کړ.
عمران خان د جمعې په ورځ د قبایلو سیمو اوسېدونکو سره د افغانستان د سولې په اړه خپل نظریات شریک کړل.
عمران خان ویلي و چې افغانستان کې به داسې یو نوي حکومت رامنځته شي چې ټول افغانان به په هغه کې ونډه ولري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي چې د پاکستان د سفارت له استازي به وپوښتل شي څو د عمران خان د څرګندونو په اړه توضیحات ورکړي.