Skip to main content
وروستي خبرونه
د شپني خبرونه

د لمر د ۷ بجو خبرونه ۱۳۹۸ د غوايي ۱۲مه نېټه

د سولې د عالي مشورتي جرګې مشر، عبدالرب رسول سياف پنج‎شنبې د یادې جرګې په څلورمه ورځ (د غويي په ۱۲مه نېټه) وايي په جرګه کې راټول شوي ۳۲۰۰ استازي د کوم  ځانګړي کس په ملاتړ نه دي راټول شوي.

ښاغلي سیاف د هغو نیوکو په غبرګون کې چې کواګي د سولې مشورتي لویه جرګه د یوه کس لپاره ټاکنیز کمپاین دی وړاندې وویل:«‎موږ هغه بله ورځ هم یادونه وکړه چې دلته کوم ځانګړي کس د ملاتړ او یا هم د چا د کمپاین لپاره نه یوو سره راتول شوي.»

هغه وړاندې وویل:« مخکې دا تشویشونه وو چې جرګه کمپاین دی، خو سبا به اعلامیه هم نشر شي، که اعلامیه کې هم د چا په ملاتړ کوم څه وو، نو بیا ویلی شي چې دا د جرګې نظر نه دی.»

د جرګې رییس هیله څرګنده کړه چې په تالار کې د هغې موخې لپاره چې د د سولې خبرو اترو لپاره د لارې هوارول دي راټول شوي یوو، په بریالي توګه راووځي.

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews