په افغانستان کې د لوړو امنیتي ګواښونو سره هم مهاله ولسمشر محمد اشرف غني د چین له مرکزي ټلوېزیون سره په مرکه کې د افغان جګړې په پای ته رسولو کې د بیجینګ رول مهم بولي او زیاتوي چې د ګواښونو پروړاندې باید ګډه مبارزه وشي.
ولسمشر زیاتوي، چین له خپلو اقتصادي نوښتونو سره کولی شي، سیمه هوسا کړي.
بل لورې، په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ۱۴ ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي، خو ولسمشر وایي هیلهمن دی چې چین به د دې تاوتریخوالي په ختمولو کې اغېزناکه ونډه ولري.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:« تر ټولو مهم دا دي چې باید ګواښ سره په ګډه مبارزه وکړو ځکه دغه ګواښونه یو هېواد ته متوجه نهدي هغوی شبکې لري په داسې حال کې چې د شانګهای سازمان د هېوادونو همکارۍ ته ژمن دی نو له همدې امله موږ اړتیا لرو چې پوه شو له دې ګواښونو څخه هېڅ هېواد خوندي نه دی.»
د افغان ولسمشر دا اندېښنې په ښکاره د هغو ګواښونو له امله دي چې ریښې یې بهرنۍ او افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي:«دمګړۍ امنیتي ځواکونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې په پوځي عملیاتو بوخت دي او اوضاع کله څرنګه چې په تېر کې په فاریاب او غزني کې وه، اوس بدلون کړی او د ښهوالي په لور روانه ده.»
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې اند دي چې د نا امنیو او نورو ګواښونو د مخنیوي په پار باید زیانمنو سیمو کې ګټور پروګرامونه پلي کړای شي.
د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني زیاتوي:«د افغانستان په جګړه کې یو ابهام موجود دی، لومړی باید دغه ابهام ته رسېدنه شوي.»
د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وویل:«لومړی د حکومت مشران دې د نظر هوکړې ته ورسېږي او امنیتي موضوعګانې جدي وګڼي او په خپل کاري لومړیتوب کې دې راولي.»
له دې مخکې د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ویلي وو چې په دې موسم کې د طالبانو خوځښتونه زیات وو او دا کار د دې لامل شو چې دواړو لوریو ته پراخه مرګ ژوبله واوړي.
اوسمهال دولتي پوځيانو د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د راکمولو لپاره ځانګړي او کومانډويي ځواکونه زیات کړي دي.