د ټایمز اف انډیا راپور له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپټان، اصغر ستانکزي له بنګلهدیش سره له ۲۰ اوریزو لوبو وروسته چې درې واړه لوبې یې وګټلې وايي، لوبډله به یې د هند سره په ټسټ لوبه کې لوړې روحیې سره مخامخ شي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان خپله۵۰ اوریزه ټسټ لوبه د هند سره راتلونکې چهارشنبې (د غبرګولي ۲۲مه) ترسره کړي.
ښاغلی ستانکزی وايي:«د هند سره د لوبي په موخه غوره چمتووالی نیول شوی دی، او روحیه ډېره لوړه ده. په وروستیو کلونو کې موږ داسې لوبې ترسره کړې دي. موږ غواړو چې دا ویاړ د افغانستان لپاره ترلاسه کړو، تاسو ګورئ چې توپ اچوونکي او توپ وهونکي په ښه انداز کې دي.»
د ستانکزي په باور د لوبډلې چمتووالی ښایې چې د هند لپاره یوه اندېښنه ووسي او همداراز د بنګله دیش پر وړاندې لوبې لامل شوې چې د افغانستان لوبډله ښه چمتووالی ولري.
د هېواد کرکټ لوبډلې توپ اچوونکی، راشد خان چې د بنګله دیش پر وړاندې یې بریاوو کې غوره ونډه اوس مهال په دې لوبه کې هم مهم لوبغاړی دی.