هغه قومندان چې د جګړې له ډګرونو بریالی بهر شو،کابل کې څه ډول ووژل شو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د په پکتیکا کې د پولیسو د ځانګړې قطعې د قومندان عزیزالله کاروان د ترور په اړه څېړنې پیل شوي دي.
عزیزالله کاروان تېره شپه په کابل کې د یوه برید په پایله کې ووژل شو. وسله والو هغه مهال پر ښاغلي کاروان برید وکړ چې هغه له خپلې کورنۍ سره د تفریح لپاره د کابل ښار د مکروریانو فردوسي پارک ته تللی وه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې په دغه برید کې، د ښاغلي کاروان یو ساتونکی هم وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
هغه زیاته کړه:«خپلې هر اړخیزې څېړنې مو پیل کړي تراوسه وروستۍ پایله زموږ لاسته نه ده راغلې، څرنګه ده چې د داشان بریدونو تر شا د افغانستان د خلکو د قسم خوړلي دښمن لاس دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله امنیتي بنسټونو ته حکم کړی چې دا پېښه وڅېړي او عاملان یې ونیسي.
ښاغلي عبدالله په خپل فېسبوک پاڼه له ښاغلي کاروان څخه د زړور او با غروره کس یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه د دین او د افغانستان پت د دښمنانو له خوا وژل شوي.
په لیکنه کې راغلي:«له دې سره جوخت چې امنیتي بنسټونو ته لارښونه کوم چې پېښه وڅېړي او د دغې پېښې د عاملانو په نیولو کې اقدام وکړي پوځي او ملکي قومندانانو او چارواکو ته هم یادونه کوم چې په هېواد کې جنګي وضعیت ته په پام سره د ځان د امنیت او د هېواد د دښمن مکر او دسیسې ته دې متوجه وي.»
عزیزالله کاروان د پولیسو له نه وېرېدونکو قومندانانو څخه وه او د پکتیکا د امنیتي چارواکو په وینا هغه د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې ډاګیزه ونډه لرله.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په دې اړه وویل:«دښمن نه شوای کولای چې د کاروان په وړاندې ودرېږي او نه شوای کولای چې کاروان په مخامخ جګړه کې ووژني بلکې د کاروان د نوم له اورېدو سره تښتېدل او میدان به یې خالي کاوه.»
عزیز الله کاروان له ترهګرو سره د مبارزې په کار کې یو تکړه قومندان و چې په تېرو لسو کلونو کې ډېرې بریاوې لرلې.
د پکتیکا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرووف مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«کاروان هر وخت نه یوازې د پکتیکا د امنیت بلکې د ټول افغانستان د امنیت په اړه یو ډېر زړور کس وه.»
ښاغلي کاروان تر دې وړاندې له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه ناځوانه عمل بللې وه.
ښاغلي کاروان ویلي وو:«کهچېرې هغوی دا وړتیا لرله چې له موږ سره مخامخ جګړه وکړي غوره وه خو دا د دښمن لپاره یو ناځوانمردانه جګړه ده.»
تر دې وړاندې چې عزیز الله کاروان پر تکړه او نامتو قومندان بدل شي د ټکسي چلوونکی وه.د طالبانو پر ضد د هغه جدي ګامونه او زړه ورتیا د هېواد په سوېل ختیځ پکتیکا ولایت کې د هغه د شهرت عوامل بلل کېږي.
د ویلو ده چې د دغه قومندان د وژل کېدو مسوولیت طالبانو منلی دی.