پر اساسي قانون د څارکمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دې پرېکړې چې په غزني کې به ټاکنې په حوزوي توګه ت رسره کيږي، نیوکې کوي او وايي چې دا پرېکړه د ټاکنو قانون خلاف ده، دوی له دې کمېسیونه غواړي چې د دې کار لپاره باید توضیحات وړاندي کړي.
تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې په غزني کې به د ولسي جرګې ټاکنې په حوزوي توګه ترسره شي.
دې کمېسیون د غزني ولایت د ټاکنو لپاره پر درېیو حوزو ووېشلو.
پر اساسي قانون د څار کمېسیون د ټاکنو قانون ۳۶ مادې استناد کوي او وايي چې په غزني ولایت کې پلان شوي حوزوي ټاکنې د قانون خلاف دي.
د ټاکنو قانون په ۳۶ ماده کې راغلي دي:«د ټاکنیزو حوزو حدود حداقل ۱۸۰ ورځې مخکې د ټاکنو د ترسره کېدو مخکې د سیمهييزو ارګانونو، د احصایې مرکزي ادارې، د اړوندو ادارو او د کميسون سره په تفاهم کې تعینیږي.»
پر اساسي قانون د څار کمېسیون رسنیو ته په استول شوي اعلامیه کې ویلي دي:«د قانون حاکمیت اصل ته په کتو چې د اساسي قانون مهمو اصولو شمېرل کېږي په ډېر شمېر موادو، له ډلې یې ۵ او ۷۵ ماده کې پر دې ټينګار شویدی، د ټاکنو د قانون نه پلې کول په روښانه توګه د اساي قانون د۵ او ۷۵ مادې نقض کول شمېر کیږي.»
یاد کمېسیون د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې په دې برخه کې اړینه پام لرنه وکړي.